ډېر لوستل شوي

کندهار کې د تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی وشو

د کندهار د مقام رسنیز مرکز په خپل رسمي اېکس دې ولایت کې د یو شمېر تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی.
مسوولینو زیاته کړې چې د کندهار سیمه ییزو چارواکو تېره یوه میاشت کې د لس کیلوګرامه قلمي نسخو او تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی کړی او یاد اثار یې د کندهار موزیم ته سپارلي دي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او فرهنګ آمر عبدالشکور څپاند ویلې؛ تېره مياشت امنيتي ځواکونو په سپين بولدک ولسوالۍ کي ۱۰ کيلو ګرامه قلمي نسخې نیولي دي. د ښاغلي څپاند په باور، ښایي دا قلمې نسخې د کوشانیانو په پېر پورې تړاو ولري.
عبدالشکور څپاند همدارنګه زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو پاکستان ته قاچاقېدونکې ۵۲ کیلوګرامه قیمتي خاوره هم له دوو کسانو سره یوځای نیولې ده.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره له هېواده د ګڼو فرهنګي اثارو د قاچاق مخنیوی شوی

اړوند خبرونه