ډېر لوستل شوي

الکترونيکي پېژندپاڼو په وېش کې د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه زياتوالی راغلی

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن (چهارشنبه، زمري۱۷) د خپلو يو کلنو لاسته را وړنو تشريح پراګرام کې وویل، چې تېر کال کې ۳ میلیونه او ۲۶۵ زره او ۶۰۰ الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوي، چې د مخکیني کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

‏د يادې ادارې د راپور له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې ۷.۸ میلیونه الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې او د دې بهیر له پیل څخه تر دې مهاله په ټولیز ډول د وېشل شویو الکترونیکي پېژندپاڼو کچه ۱۳ میلیونه او ۸۶۸ زرو ته رسېدلې ده.

یاده اداره زياتوي، چې په بهر کې هېوادوالو ته د ښو او چټکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه، په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت څانګه فعاله شوې او تمه ده چې په نېږدې راتلونکي کې به په ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې هېوادونو کې هم د اسان خدمت څانګې پرانیستل شي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې چارواکي همدا راز وايي، په تېر کال کې د هېواد په کچه د وګړو سرشمېرنه شوې، چې په ترڅ کې یې د افغانستان د وګړو شمېر ۳۵.۸ میلیونه اټکل شوی، چې ۱۸.۲ میلیونه یې نارینه او ۱۷.۵ میلیونه یې ښځې دي. د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د احصایې سېسټم مدیریت، د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په بېلابېلو برخو کې د باکیفیته ارقامو د تولید او وړاندې کولو په موخه او همدا راز د احصاییوي فعالیتونو د پرمختگ او پراختیا په برخه کې فعالیت کوي.

اړوند خبرونه