د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې د مسرور احمدخان او ظفر احمدزي ودانیزو شرکتونو له مسوولینو سره کتلي دي.
د یادو دوو شرکتونو مسوولینو د ۷۰ کیلومترو په اوږدوالي سره د شاهي کانال د دویمې برخې پروژې او د لغمان د کله ګوش پر بند پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ددې شرکتونو له مسوولینو مننه کړې او ټینګار یې کړی چې ډېر ژر به په دې تړاو اړینه همغږي رامنځته او دهمکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شي.