ډېر لوستل شوي

د بریتانیا له چارسمبالي سره طبیعي پېښو ته د رسېدنې پر لارو چارو بحث وشو

پېښو ته د چمتووالي او رسېدنې ملي ادارې نن شپه(چهارشنبه، زمري ۱۷مه) په خپل اېکس ددې ادارې له سرپرست ملا نورالدین ترابي سره د بریتانیا هیواد د چارسمبالي روبرت تشاټیرټوت د کتنې خبر ورکړی دی.
دواړو لویو د ظرفیت لوړونې برخه کې د پروګرامونو پر چمتووالي، عامه پوهاوي پر لوړاوي، پېښو ته د رسېدنې پر لارو چارو او اړوندو مسایلو خبرې اترې کړي دي.
پېښو ته د چمتووالي او رسېدنې ملي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي د بریتانیا هیواد له چارسمبالي د ۵۰۰۰ خېمو، خوراکي، ناخوراکي توکو او افغانانو ته د ظرفیت لوړونې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.
ښاغلي ترابي زیاته کړې چې افغانستان په اقلیمي بدلون کې هېڅ رول نه لري خو له امله یې زیات اغېزمن شوی. نوموړي همدارنګه داقلیمي بدلون برخه کې له ښکېلو هیوادونو افغانستان لپاره د مرستو غوښتنه کړې ده.
د بریتانیا ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو سازمان او نورو موسسو له لارې د پېښو له امله زیانمنو ته له ممکنه لارو د مرستو رسونې ژمنتیا تازه کړې.

اړوند خبرونه