ډېر لوستل شوي

د عامې روغتيا سرپرست په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د جاپان هېواد سفير او د يوناما پخواني مشر سره کتلي

عامې روغتيا وزارت: د دغه وزارت سرپرست، مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د يوناما پخواني مشر، تاداميچي ياماموتو او د افغانستان لپاره د جاپان هېواد سفير تاکاشي‌اوکاډا او مل‌پلاوي سره کتلي دي.

ياد وزارت په خبرپاڼه کې ويلي، مولوي نور جلال جلالي د روغتيايي سيستم پياوړتيا، افغان روغتيايي پرسونل ظرفيت لوړونې او لرې پرتو سيمو ته د روغتيايي خدمتونو پراخېدو برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د خبر پاڼې له مخې، په دې ناسته کې د جاپان هېواد استازو د روغتيا په برخه کې د تل‌پاتې همکارۍ ډاډ ورکړی. دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتيا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي تېره ورځ هم په خپل کاري دفتر کې په دوو جلا کتنو کې د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان له مشر، کوابینا اسانتي او د افغانستان لپاره د UNDP سازمان له مشر سټیفن روډریک او مل پلاوي سره هم د روغتيايي برخو په پياوړتيا خبرې کړې وې.

اړوند خبرونه