د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جغرافيه معلوماتو عمومي رييس انجنير عبدالمتين سالک نن (چهارشنبه، زمري۱۷) د خپلو يوکلنو لاسته را وړنو تشريح پروګرام کې وويل، چې په تېر کال کې ۲ میلیونه او ۲۳ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي وو، چې په حاصلاتو کې یې د مخکیني کال په پرتله ۱۴.۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د يادې ادارې راپور له مخې، د غلو حاصلات ۵ میلیونه او ۲۰۶ مټریک ټنه او د پنبې حاصلات ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنه وو، چې د تېر کال په پرتله په ترتیب سره، ۱۳.۲ او ۶۸.۹ سلنه زیاتوالی ښيي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د غنمو په حاصلاتو کې د ۱۳ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی؛ خو په ځینو ولایتونو کې د غنمو حاصلات کم او په ځینو کې زیات ښودل شوی دی.