د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ددې ولایت د ناور ولسوالۍ بېلابېلو کلیو کې د ۳۲۸ پراختیایي پروژو د ګټې اخیستنې خبر ورکړی دی.
ویل کیږي چې دا پروژې د ملګرو ملتونو د (یو.اېن.او.پي.اېس.) دفتر په مالي ملاتړ بشپړې شوي دي.
په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، د اوبو لګولو شبکې، محافظوي دېوالونو او نورو جوړول شامل دي. ددې بشپړو د کار پر مهال سلګونو تنو بېکارو کارګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د یادونې وړ ده چې ددغو پروژو په بشپړتیا سره ددې ولسوالۍ اوسېدونکو ته ګڼې اسانتیاوې هم رامنځته شوي دي.