د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن(جمعه، زمري ۱۹مه) په یوه رسمي اعلامیه کې ایران کې له افغان کډوالو سره پر ناوړه چلند او زور زیاتي اندېښنه ښکاره کړې ده.
کډوالو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې وړاندې ویلي: په دې وروستیو کې په ایران هېواد کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه ترلاسه کېږي او ډېری بوږنونکي انځورونه هم په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې مونږ یې ډیر اندیښمن کړي یو.
افغان حکومت له تهرانه افغانانو ته د ۴۰ کلن کوربتوب په پار مننه څرګنده کړې او د یاد هېواد له حکومتي مسوولینو یې هیله کړې چې د تېر په څېر له افغان کډوالو سره له زغم کار واخلي. افغان حکومت همداشان له تهران غوښتنه کړې چې له افغان کډوالو سره دې زور زیاتی نه کیږي او ستونزو ته دې یې رسېدنه وشي. اسلامي امارت همدارنګه په نورو هېوادونو کې پر مېشتو افغانانو هم غږ کړی چې په کوربه هېوادونو کې دې قوانین په پام کې ونیسي او درناوی ورته وکړي.
افغان حکومت بیاځلې پر بهر مېشتو افغانانو غږ کړی چې خپل هېواد ته راستانه شي او دلته پتمن ژوند غوره کړي. په هغه اعلامیه کې چې کډوالو چارو وزارت خپره کړې پکې د هغو چارو پر له منځه تلو ټینګار شوی چې د افغان حکومت او نورو هېوادونو اړیکې ترې زیانمنې او خړې پړې کیږي.
افغان حکومت وروسته له هغه ایران کې د افغان کډوالو پر مېشېتدنې او هلته پر ناوړه چلند ژور خپګان څرګند کړی، چې په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کیږي چې پکې یو افغان کډوال شکنجه کیږي او اورمېږ پرې ماتیږي. یاد ۱۵ کلن ځوان سید مهدي نومېده چې د ایران په دماوند ښار کې د عامه نظم پولیسو وهلی او ژور یې ټپی کړی دی. د عامه نظم یو پولیس د سید مهدي پښې، بل یې لاسونه او بل پولیس یې پر اورمېږ ګونډه وهلې او د نوموړي د اورمېږ ماتولو هڅه کوي. په دې ویډیو کې د سید مهدي مور او نورې ښځې پولیسو ته زارۍ کوي چې نوموړی پرېږدي خو پولیس یې پروا نه ساتي. د سید مهدي کورنۍ ویلي، نوموړی سره له دې چې ذهني ناروغ او له عمره کم دی، خو بیا هم د ایراني پولیسو له داسې ناوړه برخلیک سره مخ شوی.
د سید مهدي د شکنجې ویډیو د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې میلیونونو تنو کتلې او تبصرې یې پرې کړي دي. دې ویډیو خو ان بهر مېشتي افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې د ایران د سفارت مخې ته لاریون او اعتراض ته هم اړ کړي دي.
له بله پلوه افغان شنونکي او د خواله رسنیو کاروونکو د سید مهدي شکنجې او ربړونې سخت په غوسه کړي دي. د خواله رسنیو یو کاروونکي لیکلي: دا لومړی ځل نه دی چې ایراني پولیس د افغانانو له بې وسۍ ناوړه ګټه پورته کوي. د عامه رسنیو بل کارونکي پر خپل ادرس کښلي چې افغان حکومت ته بویه، افغانانو ته د کارموندنې فرصتونه زیات کړي؛ تر څو افغانانو د نورو هېوادونو ترحم ته اړ نه شي. د حقوقي چارو یو شمېر افغان شنونکو بیا ویلي چې که سید مهدي د بل کوم هېواد وګړی وای، ښایي داسې ناوړه چلند ورسره نه و شوی. دوی یاده موضوع حقوقي بولي او په تړاو یې پلټنې غواړي. د سید مهدي کورنۍ هم له افغان او ایراني حکومتونو غوښتي چې د سید مهدي په تړاو دې عدالت وشي.
ایران کې مېشت یو افغان حبیب الله ویلي چې له ډاره له خپلې مېشتځایه نه شي وتلی. نوموړي ویلي، داسې ډېر شوي چې مالکانو ترې په زور پیسې وړي وي خو دوی یې د قانوني اسنادو د نشتون له کبله حکومت ته شکایت نه وي کړی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ایران کې د بهرنیو وګړو اعدامونه هم زیات شوي. په اعدام شویو وګړو کې افغانان هم شته، خو ایران حکومت نه ده په ډاګه کړې چې دا افغانان یې د کوم تور په بنسټ پر دار کړي. تهران د روان لمریز لېږدیز کال د پیل راهیسې شاوخوا شل تنه افغانان د دار خوراک کړي.
بل پلو ایراني رسنیو ویلي چې سید مهدي روغ دی. ددې هېواد رسمي دولتي رسنیو د نوموړي په تړاو ټولې ادعاوې ناسمې بللي دي.
د رسمي شمېرو له مخې اوسمهال شاوخوا ۶ میلیونه تنه افغانان په ایران کې اوسي. د ایران لوړپوړو چارواکو یاد هېواد کې د افغانانو د نفوسو پر چټکې ودې اندېښنه ښودلې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې افغان کډوالو سره په ایران کې ناوړه چلن کیږي، بلکې تر دې وړاندې هم په وار ـ وار افغانان د ایران په ګډون په پاکستان، ترکیه او نورو هېوادونو کې وهل شوي او حتی په مرمیو ویشتل شوي دي.
هېواد کې لسیزو جګړو میلیونه افغانان پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکیې او ګڼو اروپایي، امریکایي او د اسټرالیا هېواد ته اړ وېستل. یاد افغان کډوال وخت ناوخت د کوربه هېوادونو له لوري په وړو ـ وړو پلمو کړول کیږي او ناانساني چلن ورسره کیږي. دا افغانان د اسلامي او ټولو برحاله نړیوالو بشري قوانینو پر خلاف وهل شوي، تر روغتونه رسېدلي او زنداني شوي؛ خو د ملګرو ملتونو په درواغژنو ناستو هر وخت ډاډ ورکړی چې افغانانو سره به ناوړه چلن پای ته ورسیږي. کوربه هېوادونه اوسمهال افغان کډوال د یوې سیاسي وسیلې په توګه کاروي او غواړي افغانستان کې خپلو موخو ته پر افغان کډوالو د فشار په وسیلې ورسیږي.
بل پلو، افغان حکومت هر ځل نورو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې خپل هېواد ته راستانه شي او د نورو هېوادونو پر ځای په خپل هېواد کې پتمن ژوند غوره کړي. د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یاده پېښه غندلې او د څېړنو غوښتنه یې کړې ده. بل پلو، په تهران کې د افغانستان سفارت مسوولینو ویلي چې د سید مهدي د درملنې په پار یې د نوموړي کورنۍ ته زر امریکایي ډالر ورکړي دي. تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت له دې کورنۍ سره د لا ډېرو مرستو ژمنه کړې ده