په تهران کې د افغانستان سفارت د سید مهدي له کورنۍ سره کتلي او نغدي مرسته یې ورسره کړې ده.
د یاد سفارت مسوولینو ویلي چې د سید مهدي د درملنې په پار یې د نوموړي کورنۍ ته زر امریکایي ډالر ورکړي دي. د سید مهدي کورنۍ ویلي چې د نوموړي ورمېږ او لاسونه ژوبل دي. تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت له دې کورنۍ سره د لا ډېرو مرستو ژمنه کړې ده.
څو ورځې وړاندې په خواله رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېده چې پکې یو افغان کډوالو شکنجه کیږي او ایراني پولیس یې پر ورمېږ ګونډه ایښې.
یاد ۱۵ کلن ځوان سید مهدي نومېده چې د ایران په دماوند ښار کې د عامه نظم پولیسو وهلی او ژور یې ټپی کړی دی. دې ویډيو د خواله رسنیو د ګڼو کاروونکو خواخوږي او غوسه راپارولې ده.