برازیل کې د یوې الوتکې د سقوط پر مهال ۵۷ مسافر او څلور د عملې غړي وژلي دي.
ویل کیږي چې سقوط شوې الوتکه له یوې ودانۍ سره لګېدلې او لوېدلې ده.
د راپورونو له مخې، دا دوه انجن لرونکې الوتکه د سویلي پارانا ایالت له کاسکاویل څخه د ساو پاولو ښار مرکزي هوایي ډګر پر لور د الوت په حال کې وه.
هغه ویډیو کې چې خواله رسنیو کې لاس په لاس شوې، الوتکه نېغه ځمکې ته ښکته کیږي چې د استوګنې له یوې ودانۍ سره ټکر کوي.
تر اوسه د دې پېښې د قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.