ډېر لوستل شوي

بلخ کې د ښځو رابعه بلخي سوداګریز مرکز ورغول شو

د بلخ ځایي مسوولینو ویلي چې د مېرمنو په پار یې د رابغه بلخي په نوم د دوی د ګټې وټې یو سوداګریز مرکز بیاځلې رغولی.

دې مرکز کې ښځې پر لاسي صنایعو، خیاطۍ او د سیمه يیزو خوراکي توکو پر پلور بوختې دي.

ویل کیږي چې ددې مرکز پر بیاودانولو دوه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.

دغه مارکیټ ۶۱ هټۍ لري او ۲۰۰ ښځې پکې په کار بوختې دي. د ویلو ده، مزار شریف ښار کې دا دویم مارکیټ دی چې د ښځو لپاره جوړیږي.

اړوند خبرونه