ډېر لوستل شوي

د افغان حکومت په هڅو؛ افغان کډوال تر ۴۵ دقیقه‌یي زندان وروسته ازاد شول

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت جنرال کونسلګرۍ ویلي چې ۶ افغانان یې د کراچۍ په یوه زندان کې تر یو ساعت په لږ وخت کې بېرته ازاد کړي دي.
په کراچۍ کې د اسلامي امارت جنرال کونسلګرۍ نن ماخوستن(شنبه، زمري شلمه) په خپل رسمي اېکس دا خبر خپورکړی دی.
د کونسلګرۍ مسوولینو ویلي چې دې ۶ افغانانو د کډوالۍ کارټونه هم لرل، خو د پاکستان پولیسو په ناڅرګند دلیل نیولي او زنداني کړي وو. وړاندې راغلي چې یاد کسان د کونسلګرۍ په هڅو تر ۴۵ دقیقو زندان وروسته د شپې ۱۱ او ۴۵ دقیقې بېرته راخوشي شوي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ په هڅو سلګونه افغان بې ګناه کډوال بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ازاد او تر خپلو کورونو د افغان حکومت په لګښت رسول شوي.

اړوند خبرونه