ډېر لوستل شوي

د هېواد په ۵ ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شو

د عامې روغتيا وزارت د هېواد په ۵ ولايتون کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل خبر ورکړی دی.

د ياد وزارت وياند، شرافت زمان نن (شنبه، زمري۲۰) د يو ویډیویي کليپ په خپرولو سره وايي، چې د هېواد په ۵ ولايتونو (کابل، زابل، ارزګان، هلمند، کندهار او هرات) کې د پوليو ضد واکيسن څلور ورځنی کمپاين پيل شو.

د نوموړي په وينا؛ چې په ياد کمپاين کې به نیږدې ۲.۴ ميليونه هغه ماشومانو ته، چې عمرونه يې له پینځو کلنو کم وي د پولیو ضد واکسین په څلور ورځو کې تطبيق شي.

ښاغلی شرافت زياتوي، چې د عامې روغتيا وزارت له دې کمپاين څخه موخه په سیمه کې د پوليو نارغيو مخنيوی ښودل شوی دی. همدا راز د عامې روغتيا وزارت په د يادو ولايتونو کې له قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې؛ تر څو د واکسين دغه لړۍ په ښه ډول تطبيق شي.

اړوند خبرونه