پوهنې وزارت په باميان ولايت کې د يو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبرې کېښودو خبر ورکړی.
ياد وزارت نن (شنبه، زمري ۲۰) پر خپل رسمي اېکس لیکلي، چې د باميانو ولايت کهمرد ولسوالۍ اړوند په دشت سفبد کلي کې د يو باب منځني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره، د ياد ولايت د پوهنې رييس قاري عنايتالله سهار له خوا کېښودل شوه.
د دغه رياست مسوولينو په وينا؛ چې ياد ښوونځی به يو پوړېزه وي او شپږ درسي ټولګي او په ټولو اړينو توکو سمبال دوه اداري خونې به ولري.
د يادولو ده، چې د دغه ښوونځي د رغولو ټولییز لګښت ۱۳۲ زره امريکایي ډالره اټکل شوی؛ چې د یو مرستندويه بنسټ له خوا ورکول کېږي.
په همدې حال کې، د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې د انجیر عالي لېسې ودانۍ، د خلکو په مرسته د یو مېلیون افغانیو په لګښت سره بیا رغول شوې ده.
بايد يادونه وشي، چې په وروستيو درې کلونو کې د پوهنې وزارت له لوري د هېواد په يو شمېر لرو پرتو سيمو کې چې د تېرې ادارې له خوا ورته هيڅ پاملرنه نه کېده، د ښوونځیو په لسګونه ودانۍ بیا رغول شوې دي.