ډېر لوستل شوي

پکتيا او پکتيکا کې د ۴ قومونو تر منځ ۸۰ کلنه شخړه په روغې بدله شوه

د اسلامي امارت د چارواکو او قومي مشرانو په هڅو پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې د ۴ قومونو تر منځ ۸۰ کلنه شخړه په روغې بدله شوې.

د کورنيو چارو وزارت وياند، مفتي عبدالمتين قانع نن (شنبه، زمري شلمه) په خپلې رسمي اېکس پاڼه ليکلي، د ياد وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدين حقاني، د کډوالو او راستنېدونکو چار وزارت سرپرست مولوي خليل‌الرحمن حقاني او د ځدراڼو قومي مشرانو په هڅو د پکتیا ولايت په ګرده څېړۍ او د پکتيکا ولايت نکې ولسوالۍ کې د څلورو قومونو ترمنځ د ځمکې او غرونو پر سر له اوږدې مودې راهيسې شخړه حل او هواره شوې. دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېیو کلونو کې د قومونو او قبایلو چارو وزارت په هڅو او د یو شمېر حکومتي چارواکو په منځګړیتوب د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو قومونو ترمنځ څو کلنې شخړې او لانجې په دوستۍ بدلې شوې دي.

اړوند خبرونه