د بغلان د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په پلخمري ښار کې د ۶۰ روږدو د راټولېدو خبر ورکړی دی.
د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي چې دا ۶۰ نشهیان د بغلان ښار له بېلابېلو برخو راټول شوي او د درملنې په موخه روغتیایي مرکزونو ته پېژندل شوي دي.
ویل کیږي چې دا روږدي به ۳ میاشتې بستر وي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو ۲ کلونو کې په دې ولایت کې د ۴ روږدو درملنه شوې ده.