ډېر لوستل شوي

تېر کال یو میلیون او ۷۷۹ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو چارو وزارت مسوولینو د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو په پروګرام کې ویلي چې تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو په ټولیز ډول یو میلیون، ۷۷۹ زره او ۶۰۳ تنه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

له دغو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته شوې ده او همدارنګه د افغان حکومت په مټ خپلو اصلي استوګنځایونو ته هم لېږدول شوي.

مسوولینو وړاندې زیاته کړې: د امیرالمؤمین حفظه الله د فرمان په اساس، د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون رامنځته شو، چې په تېر کال کې د یاد کمېسیون له لارې راستنو شویو کډوالو ته اړین چوپړونه وړاندې شوي دي.

اړوند خبرونه