د پاسپورټ ریاست مسوولینو ویلي چې له دې وروسته هغه هېوادوال چې پاسپورټ اخلي، یوازې شنبه او سه شنبه کولی شي انلاین نوملیکنه وکړي.
مسوولینو زیاته کړې، د شنبې په ورځ به د پاسپورټ مرکزي څانګه د نوم لیکنې لپاره پرانیستي وي او د سه شنبې په ورځ به درې نوري څانګې چې د پاسپورټ ریاست له لوري نوې پرانستل شوې د نوم ليکنې پر مخ خلاصې وي. د یادونې وړ ده چې د پاسپورټ ریاست په هڅو په دې وروستیو کې د کابل په دارلامان، قلعه زمان خان او تنګی تره خېل سیمو کې د پاسپورټ د اخیستنې درې نوې څانګې هم پرانیستل شوي دي.