ډېر لوستل شوي

غزني کې د موی تای سیالۍ وشوې

غزني کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوي دي.

 دا سیالۍ د غزني د ورزش امریت او د موی تای ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري چمتو شوې وې.

یادې سیالۍ د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د زلمیو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوي.

ددغو سیالیو په پایله کې د ۵۰ ورزشکارانو له ډلې ۲۵ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې او بریاوې یې خپلې کړې.

د یادو سیالیو موخه د موی تای ورزش غوړونه او د ورزشکارانو د استعداد وده وه. د سیالیو په پای کې ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شوي.

اړوند خبرونه