ډېر لوستل شوي

مالیزیا کې د افغان زده کړیالانو پر ستونزو بحث وشو

کوالالمپور کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر نقیب‌الله احمدي او د لوړو زده کړو تللي پلاوي  د مالیزیا د لوړو زده کړو وزارت د بېلابېلو برخو له رییسانو سره لیده کاته کړي دي.

کوالالمپور کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت بېګاه شپه(شنبه، زمري شلمه) په خپل رسمي اېکس ددې کتنې خبر ورکړی.

افغان سفیر او پلاوي د مالیزیا د لوړو زده کړو وزارت د نړیوالو اړیکو رییسي آغلې داکتر نور عزه بنت عمر، د لوړو زده کړو رییس داتو اعظم او نورو مسوولینو سره کوربه هېواد کې د افغان زده کړیالانو پر ستونزو، پر تحصیلي همکارۍ، د ویزو برخه کې د اسانتیاوو برابرولو، د اکاډمیکو کادرونو تبادله، د علمي سفرونو چمتووالي لنډمهالي روزنیز پروګرامونه او نورو برخو بحث او د اندونو تبادله کړې.

د لوړو زده کړو وزارت رسمي پلاوي د مالیزیا له مهمو پوهنتونونو سره د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د زده کړو برابرونې په موخه لیدنې وکړې چې کوربه هېواد هم د هراړخیزې همکارۍ ډاډ او ژمنه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې مالیزیا کې د افغانستان سفارت وخت ناوخت د یاد هېواد له بېلابېلو چارواکو سره لیده کاته کړي او د کابل ـ کوالالمپور اړیکي یې نږدې ساتلي دي.

اړوند خبرونه