د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له امریکا غوښتنه کړې چې خپل عسکر دې له سوریې وباسي.
یاده خبرپاڼه کې راغلي؛ دمشق کې د امریکایي عسکرو شتون ددې هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، حاکمیت او وحدت د نقض مانا لري.
بل پلو، د سوریې ولسونو ویلي چې د ازادۍ اخیستلو لپاره یې روحیه پیاوړې ده. دا په داسې حال کې ده چې وخت ناوخت دې هېواد کې پر امریکایي اډو بریدونه هم کیږي. سوریې په داسې وخت امریکا ته د اشغال د پای ته رسېدو ویلي چې درې ورځې وروسته افغانستان کې د امریکا د ماتې او د اشغال د پای درېیمه کالیزه پوره کیږي.