ډېر لوستل شوي

کندهار کې د ۳۰ جریبه ځمکې د غصب مخنیوی وشو

د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کي د ۳۰ جريبه امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده.
د کندهار مقام دفتر په خپل رسمي اېکس نن ماخوستن(یکشنبه، زمري ۲۱مه) د یادې ځمکې د غصب د مخنیوي خبر ورکړی دی.
د کندهار د کرنې ریاست مطبوعاتي مسوول مطيع الله سعيدي زیاته کړې چې د خاکریز ولسوالۍ لومړی حوزې ته نژدې یې د هغو کسانو مخه نیولې چې غوښتل یې شاوخوا ۳۰ جریبه امارتي ځمکه شخصي کړي.
د ښاغلي سعیدي په خبره په دې تړاو ۶ تنه نیول شوي او عدلي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

اړوند خبرونه