ډېر لوستل شوي

د ملي پراختیا شرکت ۲۰ قراردادونه څېړل کیږي

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د ملي پراختیا ۲۰ ستر بېلابېل قراردادونه بیاځلې څېړي.

دغه قراردادونه ددې وزارت د مرستیال مجیب الرحمن عمر اخندزاده په مشرۍ، د ټولګټو، کليو او پراختیا وزارتونو د مرستیالانو او د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو د مرستیال په شتون کې څېړل کیږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت زیاته کړې، چې په دغو پروژو کې د دولتي ودانیو، شپه‌غالو، روغتونونو، جوماتونو، ورزشي جمنازیونونو، سړکونو او نورو ټولګټو پروژو بیارغونه او جوړونه شامله ده.

اړوند خبرونه