د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې پر زر هکټاره ځمکه ریحان کرل شوي دي.
د مسوولینو په قول، سږکال به دې ولایت کې ۱۱ زره ټنه ریحان راټول شي.
د کندهار کرنې ریاست د مالوماتو له مخې؛ سږ کال ددې ولایت د ارغنداب، ډنډ، دامان، پنجوایې، ژیړۍ، میوند، شاولیکوټ او بولدک ولسوالیو کې د کرنې کچه د نورو ولسوالیو په نسبت زیاته ده.
کرنې ریاست کندهار کې د ریحانو د زیاتوالي سبب کافي اوبه او زرغون کال یاد کړی.
د یادونې وړ ده، ریحان طبي بوټی دی چې د ستوني درد، اعصابو او ځینو نورو ناروغیو په درملنه کې ترې ګټه اخیستل کیږي.