د کليو، بيارغونې او پراختيا وزير ملا محمد يونس اخندزاده بدخشان ولايت ته په خپل کاري سفر کې واخان ولسوالۍ ته تللی او هلته یې د قرغز ولسونو ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي دي.
ښاغلي اخندزاده یادو ولسونو ته ډاډ ورکړی چې د خپلو امکاناتو په کچه به ورته پراختیایي پروژې پلې کړي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم د سرحدي ولسوالیو د اوسېدونکو د ستونزو د هواري په موخه یوه کمېټه هم رامنځته شوې ده.