ډېر لوستل شوي

د زمري ۲۴ مه پر باطل د حق د بریا ورځ!

له نن څخه درې کاله وړاندې د افغان ملت د زياتو سرښندنو او د شهيدانو د پاکو وينو په پايله کې، امریکا او د هغو ملګرو ماتې وخوړه، افغانستان د اشغال له شومې پديدې خلاص او په هيواد کې سراسري اسلامي نظام حاکم شو.
پر دې ورځ ايمان له کفر او خپلواکۍ له بلواکۍ څخه د مبارزې ميدان وګاټه، په دې ورځ کې د کفارو او د هغو د ملګرو هغه خوبونه په اوبو لاهو شول چې د افغانستان په اړه به يې ليدل او غوښتل يې افغانستان کې د دیموکراسۍ ځالې جوړه کړي.
د زمري ۲۴مه هغه ورځ، چې افغانانو د غربي استعمار غرور په ګونډو کړ، اتلو مجاهدینو د وطن پر مقدسه خاوره د ازادۍ سپیڅلی بیرغ ورپاوه او افغان ځوریدلي ملت د ارام ساه واخیسته.
دا هغه ورځ ده، چې د غربي ښکېلاک په وړاندې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان ملت شل کلنه مبارزه د بشپړې بريا پړاو ته ورسېده، په دغې ورځ د افغان ملت د هغو ميليونونو شهيدانو ارمانونه پوره شول، چې د اسلامي نظام د نفاذ په لاره کې يې خپل ځانونه قربان کړي وو.
د زمري ۲۴ مه د افغان تاريخ وياړلې ورځ ده، دغه ورځ موجوده نسلونو ته د وياړ، ننګ او غيرت سمبول دی او راتلونکو نسلونو ته د مېړانې، قربانۍ او فداکارۍ درس ورکوي.
امریکا د اشغال پر مهال په بېلابېلو نومونو ګڼ شمېر افغانان شهیدان، او ډیری نور یې په افغانستان یا هم ګوانتانامو زندانونو کې پرته له کوم موجه دلیل څخه بندیان کړل. د اشغال په شاوخوا شل کلنه موده کې د افغانانو په اعتقاداتو، قوم، ژبې او کلتور ملنډې ووهل شوې. اشغالګرو او ددوی لارویانو په دغه دوره کې مالي او اخلاقي فساد عام کړ، بې کاري او اقتصادي ستونزې ډیرې شوې. بې کفایته او په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل خلک واک ته ورسیدل او د کپېټلېزم سیستم تقویه شو. دغه راز د بیت المال شتمني د څو مشخصو ډلګیو لاس ته ولویده او عام خلک یی په بیلابیلو ډلو او نظرونو وویشل.
امریکا په افغانستان کې ډېرې موخې درلودې، دوی غوښتل په دغه خاوره کې هراړخیز حضور پیدا کړي، امریکا په دې هڅه کې وه چې د افغانانو اعتقادات او فرهنګ له منځه یوسي او پر ځای یې غربي او پردی کلتور عملي کړي.
دوی دغه راز د ملي یووالي د لمنځه وړلو لپاره ډول ډول پروژې پلي کړې خو د افغانانو د سپيڅلې مبارزې او کلک هوډ په پایله کې یی دغه هیله تارومار شوه.
درې کاله وړاندې د افغانستان اسلامي امارت واک ته ورسېد، اشغال پای ته ورسېد او پرځای يې ځواکمن اسلامي نظام حاکم شو.
په تېرو دریو کلونو کې اسلامي امارت په سیاسي، اقتصادي او نورو بېلابېلو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودلي.
په تېرو دریو کلونو له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې پراخې شوي، د صادراتو کچه د تېر په پرتله څو چنده زياته شوې.
یو شمېر هېوادوال وایي، سرتاسري امنیت ټینګ شوی ، د افغانۍ ارزښت نه يوازې ساتل شوی، بلکې زيات شوی، د ځينو سترو او بنسټيزو پروژو کارونه پيل شوي او دغه راز په بازارونو کې د اړتيا وړ خوراکي او نورو توکو بيې هم راټيټې شوې دي
د امريکا وروستۍ پوځي الوتکه د دوشنبې په شپه د وږي په اتمه نېټه له کابل هوايي ډګره ووته او له دې سره په افغانستان کې د امريکا شل کلن اشغال او حضور پای ته ورسېد.
دغه راز افغانستان له شاوخوا څلورو لسیزو جګړو او ناخوالو وروسته استقرار وموند، اسلامي نظام حاکم او په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شو؛ چې ورسره د قدرت جزیرې ړنګې شوې.

اړوند خبرونه