افغانستان اسلامي امارت له امریکایي اشغاله د خلاصون په پار د مبارکۍ په یوه اعلامیه کې ویلي
چې له نن درې کاله وړاندې پر همدې ورځ ټول هېواد فتح او هېواد له شل کلن تېري خلاص شو.
اعلامیه کې وړاندې راغلي: د دې ورځې د راتګ لپاره زموږ مجاهدینواوخلګو خورا سترې او سختې قربانۍ ورکړې او زموږ دافغانانو د جهاد، مبارزې، صبر او استقامت په نتیجه کې د الله جل جلاله په نصرت سره د وخت ستر متجاوز قوت ماتې وخوړه او جهادي مبارزه مو بریالی شوه.
اعلامیه کې ویل شوي چې د شل کلن اشغال پر وړاندې د د ولس سرښندنې باید هېرې نه شي.
وړاندې راغلي چې د افغانانو له ستړیاوو وروسته هېواد کې اسلامي نظام پلی شوی، امن راغلی؛ د هېواد مادي او معنوي بریا ته زمینه برابره شوې ده. د یادونې وړ ده چې له نن درې کاله وړاندې هېواد کې بلواکي پای ته ورسېده او پردۍ لښکرې ماتې شوې.