د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د زمري ۲۴مې د فتحې ورځې نمانځنې مراسمو کې ویلي، نه غواړي افغانستان د منفي رقابتونو پر ډګر بدل شي.
د ښاغلي متقي په وینا، له ټولې نړۍ سره متوازن سیاست او ښې اړیکې غواړي او نه غواړي افغانستان بیاځلې د منفي رقابتونو په ډګر بدل شي.
له دې سره سم د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، فغانستان انزوا کې نه دی او دمګرۍ په بېلابېلو هېوادونو کې تر ۴۰ پورې سفارت خونې او استازولۍ خپلې چارې پر مخ وړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر همداراز زیاته کړې، په تېرو دریو کلونو کې په سیاسي او اقتصادي برخه کې ډېر پرمختګ راغلی دی.
نوموړی د زمري ۲۴ مه نه یوازې د مجاهدینو بلکې د ټولو افغانانو لپاره له ویاړه ډکه ورځ بللې. مولوي عبدالکبیر زیاته کړې چې د امریکا او ناټو ماته کې په پوره مانا ټولو افغانانو ونډه اخیستې.
دا په داسې حال ده، چې د پلازمېنې کابل ترڅنګ؛ د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم له اشغال څخه د هېواد خلاصون درېیمه کالیزه نمانځل شوې.