د هېواد د خپلواکۍ د دریېمې کالیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اوس په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی او د بښنې فرمان د خلکو تر منځ د ورورګلوۍ لپاره زمینه برابره کړې ده.
د ښاغلي حنفي په وینا، اسلامي امارت په هیواد کې د یوه مسؤل نظام په توګه د خلکو د هوساینې لپاره پرله پسې هلې ځلې پیل کړي.
د وزیرنو شوروا اداري مرستیال زیاتوي، د یتیمانو او کونډو مرسته، د سوالګرو راټولول او د زیربناوو جوړول د نظام د پام وړ لاسته راوړنې دي.