سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بګرام په هوايي ډګر کې د اسلامي امارت د بریا د دریېمې کالیزې د نمانځنې مراسمو کې ویلي چې د اسلامي امارت په بریا سره هېواد کې د پینځو لسیزو جګړو ته د پای ټکی کېښودل شو.
د نوموړي په وینا، د امریکايي ځواکونو ماتې او د اسلامي امارت حاکمیت د افغانانو دوه سترې موخې وې چې ترلاسه شوي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر همدارنګه له نړۍ په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو غوښتنه کړې، چې افغان کډوالو سره دې له ناوړ چلند ډډه وکړي.