ډېر لوستل شوي

د کابل، باکو او تاشکند ترمنځ درې اړخیزه ناسته کیږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې پلازمېنه کابل کې د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان د لوړوپوړو چارواکو ترمنځ درې اړخیزه ناسته جوړېږي.

صنعت او سوداګرۍ وزارت نن سهار(پنجشنبه، زمري ۲۵مه) په خپل اېکس د اذریایجان جمهوریت د اقتصاد مرستیال په سرپرستۍ د یوه پلاوي د راتګ خبر هم ورکړی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې دې درې اړخیزه ناسته کې به پر یو شمېر مهمو اقتصادي، سوداګریزو، د هېواد شمال کې د سمنټو تولید پروژې پلي کولو او نورو موضوعاتو په تړاو خبرې اترې وشي.

د یادونې وړ ده، ددې ناستې دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې دا ناسته به په څو ورځو کې جوړه شي.

اړوند خبرونه