ډېر لوستل شوي

کندهار کې ستره ولسي غونډه وشوه

د امیرالمؤمنین حفظه الله په شتون کې د کندهار په هوایي ډګر کې ستره ولسي غونډه ترسره شوې.

مولوي ذبیح الله مجاهد بېګاه شپه(چهارشنبه، زمري ۲۴مه) په خپل اېکس ددې غونډې خبر ورکړی.

غونډې ته امیرالمؤمنین حفظه الله په خپله وینا کې ګډونوال یووالي، شکرانې او تقوا ته رابللي او د زمري د ۲۴مې مبارکي یې ورته ویلې ده.

په غونډه کې د کندهار ټولو ولایتي او د ولسواليو مسوولینو، علماء کرامو، قومي مخورو او عامو مسلمانانو برخه اخیستې وه.

د غونډې پای کې د امنیتي ارګانونو له لوري نظامي وسایل هم نمایش ته وړاندې شوي.

اړوند خبرونه