ډېر لوستل شوي

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د فتحې درېیمه کالیزه ونمانځله

اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت نن سهار(جمعه، زمري ۲۶مه) په خپل اېکس دې سفارت کې د فتحې د درېیمې کالیزې د نمانځنې خبر ورکړی.
دې غونډې کې د پاکستان فدرال وزیر ریاض حسین پیرزاده، افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی آصف دراني، د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي او قومي مشر محمود خان اڅکزي، د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق او ګڼو پاکستاني چارواکو، علماوو، د افغان مهاجرینو استازو او محصلینو ګډون کړی وو.
همداراز، دې غونډه کې د روسیې، عراق، ایران، سعودي عربستان، اندونیزیا، مالیزیا او اسلام آباد کې د میشتو ګڼو سیاسي استازولیو سفیرانو او ډیپلوماټانو هم برخه اخیستې وه.
د یادونې وړ ده چې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې هم د اسلامي امارت د درېیمې بریا ورځ نمانځل شوې وه.

اړوند خبرونه