ډېر لوستل شوي

د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان دویمه درې اړخیزه ناسته وشوه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپل اېکس د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان ترمنځ د دویمې درې اړخیزه ناستې خبر ورکړی دی.
دې غونډه کې د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر لزیز قدرتوف او د اذربایجان د اقتصاد وزارت مرستیال مامدوف ګډون کړی.
صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي چې دې ناسته کې د سوداګرۍ پراختیا، پانګونې، ټرانسپورټ، لوژستیک، ساختماني توکو، کاني توکو او هایدروکاربن ذخیرو کې د جیولوجیکي اکتشافي چارو د ترسره کولو او د افغانستان په شمال کې د سمنټ تولید پروژې د میکانیزم پر تطبیق خبرې اترې شوي دي.
همدارنګه په دې دویمه ناسته کې د ورېښمو له نوې لارې سمه استفاده، وسپنې پټلۍ او ایکو اقتصادي سازمان کې د افغانستان پر بېرته فعال حضور هم بحث شوی

اړوند خبرونه