ډېر لوستل شوي

د ایران یو پلاوی کابل ته راورسېد

د ایران اسلامي جمهوریت یو پلاوی کابل ته رارسېدلی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن ماخوستن(جمعه، زمري ۲۶مه) په خپل اېکس ددغه پلاوي د راتګ خبر ورکړی.
دا شپږ کسیز پلاوی ددې هېواد د نشه یي توکو پر وړاندې د عمومي ادارې د مرستیال محمد زارعي په مشرۍ کابل ته رارسېدلی دی.
دغه ایرانی پلاوی به د کورنیو چارو وزارت مقام، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال
لوی پاسوال ملاعبدالحق آخند همکار او د یو شمیر نورو وزارتونو له مسوولینو سره ناستې ولري.
د ایران ددې پلاوي د هرکلي په پار د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رییس او یو شمېر نور رییسان د کابل تر نړیوال هوایي ډګر ورغلي وو.
یاده دې شي چې د اسلامي امارت تر بیاځلې واکمنۍ وروسته په ټول هېواد کې د نشه یي توکو پر کر بندیز ولګېده او د هر ډول نشه یي توکو پلور او پېر یې وتاړه.

اړوند خبرونه