ډېر لوستل شوي

د متحده عربي اماراتو ولسمشر د رییس الوزرا عیادت کړی

د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید د افغانستان اسلامي امارت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره کتلي او د نوموړي د روغتیا پوښتنه یې کړې ده.
شیخ محمد بن زاید او ملا محمد حسن اخند د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې کتلي.
رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د متحده عربي اماراتو له ولسمشر مننه کړې او له افغانانو سره یې د یاد هېواد له بشري مرستو او پراختیایي پروژو هرکلی کړی دی.
ویل کیږي چې ملا محمد حسن اخند د متحده عربي اماراتو په یوه روغتون کې بستر دی چې ژر به بېرته هېواد ته راستون شي.

اړوند خبرونه