د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي، افغانستان د سیرومو د تولید برخه کې پر ځان بسیا شوی دی.
د نوموړي په قول، تېر کال کې یې په زیاته اندازه سیرومونه عربي هېوادونو ته صادر کړي دي. دغه راز په تېر کال کې د هېواد په کچه، ۱۶۱۰ ټنه تاریخ تېر درمل، روغتیایي او خوراکي محصولات هم له منځه وړل شوي.
روغتیا وزارت د پینځه کلن پلان چمتو کول، لابراتوارونو او تشخصیه کلینیکونو ته د اعتبار ورکولو مسودې چمتو کول، ۳۴۸۹ روغتیایي کار کوونکو ته د فعالیت جوازونه ورکول، په ۳۴ ولایتونو کې بندیانو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول، له داخلي تولیداتو څخه ملاتړ او نور د تېر کال غوره لاسته راوړنې بللي.