ډېر لوستل شوي

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په حکم د ځینو چارواکو دندې تغییرې شوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله

په حکم د یو شمېر چارواکو د ادلون بدلون خبر ورکړی.

د امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم د افغانستان برېښنا امارتي شرکت مخکینی رییس ملا محمد حنیف حمزه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه، د چارو ادارې لوی ریاست د کادري چارو، اصلاحاتو او د امارت د تشکیلاتو د بیا کتنې ریاست پخوانی رییس مولوي حسام الدین صابري د کانونو او پترولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه، د ۲۰۵ البدر قول اردو د پینځمې سرحدي لوا مخکینی قومندان ملا امین الله زبیر، د هلمند ولایت ‏د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

همدارنګه ملا محمد همایون جهادیار د بغلان والي د مرستیال په حیث، د هلمند پخوانی امنیه قومندان مولوي عبدالحکیم مبارک، د ۲۰۵ البدر قول اردو د پینځمې سرحدي لوا د قومندان په توګه، د بغلان ولایت د والي مخکینی مرستیال ملا احمد الله مبارک، ‏د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې د لومړۍ پلي لوا د قومندان په توګه، د چارو ادارې لوی ریاست مخیکنی مالي او اداري مرستیال قاري عبدالولي صدیقي، د اریانا افغان هوايي شرکت درییس په توګه، د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مخکینی مرستیال مولوي حمدالله زاهد د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو د مرستیال په توګه، د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو پخوانی مرستیال ډاکټر عبدالباري عمر، د افغانستان برېښنا امارتي شرکت د رییس په توګه او د افغانستان د وسپنيزي پټلۍ مخکینی مالي او اداري مرستیال محمد نعیم اغا، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د رییس په توګه ګومارل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت د مشرتابه امیرالمؤمنین حفظه الله

په حکم د یو شمېر وزیرانو، معینانو او رییسانو دندې تغییرې شوې وې.

اړوند خبرونه