ډېر لوستل شوي

کابل او تاشکند پینځه ستر تړونونه لاسلیک کړي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عارف شتون کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او د ازبکستان د پانګونې، صنایعو او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پینځه ستر تړونونه لاسلیک شوي دي.
بل پلو ویل شوي، چې د اسلامي امارت د کانونو، پټرولیم، کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، او مالیې وزارتونو او د ازبکستان د اړوندو وزارتونو ترمنځ هم د اقتصادي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
د ازبکستان لومړي عبدالله عارف اُف ویلي، له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي زیاته کړې چې له اوسني حکومت سره له تعامل پرته بله لاره نشته.
په یوه بل خبر کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل په خپل اېکس د ازبکستان له لومړي وزیر سره د مولوي امیرخان متقي د کتنې خبر ورکړی. په دې کتنه کې د افغانستان او ازبکستان پر دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي همکاريو، سوداګرۍ او ټرانزيټ خبرې اترې شوي دي.
د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اُف ویلي، چې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخوي او ښايي نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې اسلامي امارت سفير هم ومني. هغه زیاته کړې، چې له دې وروسته به افغان سوداګرو، محصلينو او ناروغانو ته د ويزې ورکړه پيل کړي.
د یادونې وړ ده چې د ازبکستان لومړی وزیر د یوه پلاوي په مشر نن(شنبه، زمري ۲۷مه) کابل ته راغلی دی

اړوند خبرونه