ډېر لوستل شوي

کابل کې د ازبکستان د تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان – ازبکستان د تجارتي ناستې په نوم د ازبکستان هېواد د تولیداتو او محصولات درې ورځنی نندراتون پرانیستل شوی.
دا نندارتون د افغانستان په نړیوال نندارتون تالار کې پرانیستل شوی چې د پرانیستې مراسمو کې یې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند هم برخه اخیستې وه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ددغه نندارتون پرانیسته کې ویلي، اوسمهال افغانستان کې پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې او دغه هېواد دې له دې موقع څخه په ګټې اخیستنې پانګونه وکړي.
ورته مهال د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ډاډ څرګند کړی، چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ددغه نندارتون په ۸۵ عرفو کې ازبکستاني توکي نندارې ته اېښودل شوي.

اړوند خبرونه