افغانستان اسلامي امارت ټولو افغانانو او مسلمانانو ته له انګریزي استعمار څخه د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې د ۱۰۵مې کالیزې مبارکي ویلې ده.
د خپلواکۍ اخیستنې په دې اعلامیه کې وړاندې راغلي: یوسل او پنځه کاله وړاندې پر دین مینو افغان مجاهدینو د الله جل جلاله په نصرت د انګریزي ښکېلاک په وړاندې د علماء کرامو په فتوی او رهبري د برتانوي اشغالګرو پر ضد جهادي مبارزه وکړه او د الله جل جلاله په نصرت سره یې په مکرر ډول یرغلګر انګریزان مات او له خپلي مقدسي خاوري څخه وشړل.
وړاندې ویل شوي چې زموږ د اسلافو په مټ انګریزي ښکیلاک نه یوازې په افغانستان کې مات شو، بلکې په سیمه کې او نړۍ کې یې د ښکېلاک ټغر ټول شو.
افغانانو د خپل زړورتوب او پیاوړي ایمان په برکت له انګرېزانو وروسته روسان او بیا د امریکا په مشرۍ لوېدیځ ښکېلاک هم مات او د تېرې یوې پېړۍ په څېر یې د فتحې بیرغ بیا ځلې پورته کړ.