د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ ولسونو عامې روغتیا ریاست ته ۲۱ جریبه ځمکه بښلې ده.
د لوګر د محمد آغې ولسوالۍ خلکو د ښه نیت او همکارۍ په پار شاوخوا ۲۱ جریبه ځمکه د عامې روغتیا ریاست ته په واک کې ورکړې.
بل پلو، د ژغورنې نړیوالې کمیټې د لوګر د عامې روغتیا رییس سره ژمنه کړې چې د (پینځهدېرش زرو ډالرو) په ارزښت به د یادې ولسوالۍ د آب بازک د آخندزادخېلو په کلي کې یو روغتون جوړ کړي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحق آخندزاده هم لوګر ته سفر کړی و او یاد ولایت کې یې څو پروژې پرانیستې وې.