د کرکټ ملي لوبډلې دوه پياوړي لوبغاړي راشد خان ارمان او نوين الحق مرید نن(یکشنبه، زمري ۲۸مه) سهار کابل ته رارسېدلي دي.
کرکټ بورډ په خپلې رسمي فېسبوکپاڼې د یوې ویډیو په خپرولو د راشد خان او نوین الحق د راتګ خبر ورکړی.
دوی به د شپږیزې په روانو لوبو کې برخه واخلي. ویل کیږي چې تېره شپه فضل الحق فاروقي هم کابل ته رسيدلی او له خپلې لوبډلې سره به يو ځای شي.