د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي، چې باید د ولس حقونو ته په پوره مانا سره درناوی وشي او ښه چلند ورسره ترسره شي۰
ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې باید ټول ژبني، سمتي او قومي تعصبات لمنځه لاړ شي او اختلافات یو خوا ته شي.
نوموړي زیاته کړې، نه د چا په فرمایش حکومت کوو، نه د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوو او نه باید زموږ په کورنیو چارو کې څوک لاسوهنه وکړي.
ملي دفاع وزیر زیاته کړې، ګاونډي هېوادونه دې په سرحدي سیمو کې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي. د مولوي محمد یعقوب مجاهد په وینا، چاته اجازه نه ورکوو چې افغانستان بیا د جنګ، وژنو او تعصب ډګر وګرځوي.