د ننګرهار د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په دې ولایت کې د ۲۲ څاه ګانو د کیندنو خبر ورکړی دی.
ویل کیږي چې دغه څاه ګانې ددې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
ددې څاه ګانو په کیندو شاوخوا ۳۵۰ کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوي دي. د یادونې وړ ده چې ددې پروژې په لړ کې د حصارک ولسوالۍ یو شمېر وزګارو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.