تسنیم خبري اژانس د عبري رسنیو له قوله لیکلي چې د تېرکال د اکتوبر له اوومې راهیسې شاوخوا یو میلیون اسراییلیان له اشغالي فلسطین څخه وتلي او اروپایي هېوادونو او امریکا ته یې پناه وړې ده.
تسنیم وړاندې لیکلي: د اکتوبر له اوومې ورځ په ورځ له اشغالي فلسطین څخه د اسراییلیانو د وتلو لړۍ چټکیږي.
د اسراییلو ۱۲ تلویزیوني چینل هم ویلي چې د اکتوبر له اوومې(د طوفان الاقصی) د عملیاتو له پیل وروسته په لویه پیمانه اسراییلیانو خپلې مېنې پرېښي، اروپایي او امریکایي هېوادونو ته کډوال شوي او بېرته نه دي راګرځېدلي.
د اسراییلیانو له قوله، غزه کې جګړې د دوی عادي ژوند کړکېچن او فلج کړی دی. دوی د حماس له توغندیو وېره لري او د طوفان الاقصی عملیاتو ګڼ اسراییل په وېره کې اچولي دي. د یادونې وړ ده چې د طوفان الاقصی له عمیاتو وروسته صهیونست پوځیانو غزه کې لسګونه زره کسان شهیدان او لسګونه زره نور ورک او ټپیان کړي دي. صهیونست لوړپوړو چارواکو هم بیاـبیا د خپلو پوځیانو ماته منلې ده.