د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده، د سپین بولدک ولسوال مولوي محمود صاحب او د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي دوست محمد د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د کدني استنادي دېوال له چارو کتنه کړې ده.
همداراز د یاد دېوال پر سر د ولسي خلکو او انجینرانو ترمنځ راپورته شوې ستونزه هم د ټاکلي پلاوي په مټ هواره شوې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مسوولینو په قول، د کدني د استنادي دېوال چارې په چټکۍ سره روانې دي چې نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه استنادي دېوال ۵زره متره اوږدوالی او ۴متره لوړوالی لري چې ټولټال پرې ۷۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي. ددې دېوال په رغېدو سره به سیند خپل مسیر ومومي او د سیمې سلګونه هکټاره کرنیزه ځمکه او د استوګنې کورونه به له سېلابونو خوندي شي.