افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون هېواد ته په تېره اداره کې د عامې روغتیا وزارت مسلکي مرستیال، قطر کې د افغانستان سفیر او د جمهوري ریاست د دفتر رییس فیض الله کاکړ د راتګ خبر ورکړی دی.
له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون په هڅو تر دې دمه د تېرې ادارې سلګونه لوړپوړي ملکي او نظامي شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وړم ۱۴۰۱ کال د کانونو او پټرولیم د پخواني وزیر شیخ شهاب الدین دلاور په مشرۍ رامنځته شو چې د کابینې ځیني وزیران یې غړي دي. ددې کمېسیون د رامنځته کېدو موخه په بهرنیو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته هېواد ته د راتګ بلنه ده.