د اسلامي امارت ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت نن ماسپښین(دوشنبه، زمري ۲۹مه) په خپل اېکس لیکلي چې افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.
ښاغلي فطرت لیکلي؛ هېڅ کومې ډلې ته اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تر دې دمخه د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي و چې ښایي له افغان خاورې بیا ځلې د سپټمبر د یوولسمې په څېر برید وشي.
ویاند مرستیال ټینګار کړی چې په دې تړاو د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړیوالو اندېښنې بې ځایه دي. ښاغلي فطرت وړاندې ویلي چې افغان خاوره په بشپړه توګه د اسلامي امارت د ځواکونو په واک کې ده.
یاده دې شي چې تر دې وړاندې هم د پاکستان بېلابېلو چارواکو د افغانستان په تړاو نامسوولانه څرګندوني کړي چې افغان حکومت ورته په ځغرده ځواب ویلی دی.