ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر: د پیاوړي اقتصاد لپاره کرنه او د کرنې لپاره اوبه مهمې دي

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په خپل اېکس نن(دوشنبه، زمري ۲۹م) د ملا عبدالغني برادر له خوا پکتیکا کې د پلتوني بند د چارو د پرانیستې خبر ورکړی دی.

 په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د دغه ولایت علماوو، سوداګرو او یوشمېر دولتيمسوولینو برخه اخیستې وه.

ددې بند د چارو پرانیست‌غونډه کې ملا عبدالغني برادر ویلي، اسلامي امارت دا درک کړې، چې د پیاوړي اقتصاد لپاره کرنه او د کرنې د پرمختګ لپاره اوبه تر هر څه مهمې دي.

ښاغلي برادر زیاته کړې چې دې اړتیا ته په کتو، اسلامي امارت د اوبو مدیریت ته لومړیتوب ورکړی.

ملا عبدالغني برادر وړاندې ویلي، اسلامي امارت د هېواد په کچه د هغو لویو او منځنیو بندونو ارزونه کړې، چې کارونه یې نیمګري او یا هم نه و پیل شوي.

دا بند د ۲۴.۹ میلیون متره مکعب اوبو د زېرمې او د ۱۰۷.۵۹ میلیون متره مکعب اوبو د کنټرول ظرفیت لري. ددې بند له رغونې سره به ۹۳۵ کیلو واټه برېښنا تولید او ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه شي.

اړوند خبرونه